لويز اناسيو لولا دا سيلوا د برازيل د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه
CMG2023/01/02 11:58:55
شريکول:

لويز اناسيو لولا دا سيلوا د جنورۍ په لومړۍ نېټې د برازيل په پلازمينې برازيليا کې

د دغه هېواد د منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

لولا د لوړې په وينا کې په ټينګار ويلي، چې حکومت به یې د برازيل د يووالي او بيارغونې لپاره هڅې وکړي، د هېواد بحرانونه او ننګونې به حل کړي او برازيل به د نړۍ د مهمو اقتصادونو په ليکه کې ودروي.

نوموړي ويلي، چې هغه به د برازيل څواړخيزې ډيپلوماتيکې چارې وهڅوي او له چين، امريکا او اروپايي ټولنې سره همکاريزو اړيکو ته به پرمختګ ورکړي او د جنوبي ګډ بازار او برېکس په شمول د څواړخيزو ميکانيزمونو رول به پياوړی کړي.

لولا پخوا هم دوه دورې (۲۰۰۳م کال ـ ۲۰۱۰ م کال) د برازيل د ولسمشرۍ دنده ترسره کړې ده.