شي جين پينګ د ايکونوميک ډېلي د تاسیس د ۴۰مې کليزې په پار ورته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2023/01/02 11:53:54
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ايکونوميک ډېلي ((Economic Daily)) د تاسیس د ۴۰مې کليزې په پار د نوموړې ورځپاڼې ادارې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی او ټولو کارکوونکو ته يې د زړه له کومې مبارکي وړاندې کړې ده.

نوموړي په خپل پيغام کې ليکلي، چې ايکونوميک ډېلي له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې د چين د کمونېست ګوند د تيوريکي نوښتونو په خپرولو او د اقتصادي تګلارو او لاسته راوړنو پېژندلو کې مهم رول لوبولی دی.

شي جين پينګ هيله ښودلې، چې ايکونوميک ډېلي ورځپاڼه به د چين د باکيفيته اقتصادي پرمختګ د هڅولو او د چين د اقتصادي پرمختګ د پېژندلو لپاره نوي خدمتونه وکړي.

د ايکونوميک ډېلي ورځپاڼې د تاسيس د ۴۰مې کليزې لمانځغونډه د جنورۍ په لومړۍ نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې تر سره شوه.