سویډن د اروپا د سیالۍ توان د لوړولو په لټه دی
CMG2023/01/02 11:42:33
شريکول:

سويډن د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټې د شپږو مياشتو لپاره د اروپايي ټولنې د رئیسه هېواد په توګه دنده پر غاړه واخیسته.

د سويډن حکومت څو ورځې مخکې خبري رسنيو ته ویلي، چې هېواد به یې د اروپا د سیالۍ توان لوړولو ته لومړیتوب ورکړي.

سويډن د روان کال د شپږو مياشتو لپاره د اروپايي ټولنې د رئیسه هېواد په توګه ټاکل شوی او حکومت يې ويلي، چې په خپلو چارو کې يې د اروپايي ټولنې د خوندیتوب، سیالۍ توان، زرغونو اصلاحاتو، ډیموکراتیکو ارزښتونو او قانوني ادارې ته ځای ورکړی دی او د انرژۍ د لوړو بیو د کنټرول لپاره به کوښښونه وکړي.

د سويډن حکومت ويلي، چې د اقلیمی بدلون ضد مبارزه نړیوالو همکاريو ته اړتیا لري، اروپا باید د اقلیمي موخې د عملي کولو لپاره خپل خدمتونه وکړي او په عین وخت کې باید خپل پرمختګ او سیالۍ توان هم لوړ کړي.

 (هیله)