د چین د ښارونو بيا عادي کېدل
CMG2023/01/02 14:44:03
شريکول:

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې، رویټرز، ای ایف ای او نورو نړيوالو رسنیو لخوا د چین په اړه وروستیو خبرونو  دا پخلی کړی چې د بېجینګ سړکونه یو ځل بیا له ګڼې ګوڼې ډک شوي او چینایان بهر ته د رخصتیو په لټه کې دي ... دا په ډاګه شوه چې د چینایانو ژوند بېرته عادي حالت ته راګرځېدو په حال کې دی.

د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول په موخه د چين د تګلارو د تعديل اغېزې څه دي؟  نړۍ ورته ډېر پام کړی دی. د۲۰۲۳م کال په پيل کې د چين د بېلابېلو ځایونو په لارو او کوڅو کې د خلکو تګ راتګ د پسرلي تود هرکلی کوي.په دې وروستيو کې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول په اړه د چين تګلارې بدلون موندلی او د وبا د مخنيوي او کنټرول کارونه نوي پړاو ته ننوتلي دي. دا تعدیلات د ناروغیو په پوهېدو، د خلکو د معافیت کچه او د روغتیا سیسټم توان او د عامې روغتیا د اړوندو تدبيرونو پر بنسټ دي. د کرونا وبا د رامنځته کېدو له ۳ کلونو راهیسې،‌ چين په پرله پسې توګه د وبا د مخنيوي او کنټرول نهه لايحې او شل غوره شوي تدبيرونه خپاره کړي، دا ټول مناسب اوعلمي تعدیلات دي چې د چين له واقعي حالاتو سره سمون لري. دا ځکه چې د چين حکومت تل د خلکو  ژوند ته لومړیتوب ورکوي، په علمي او کره توګه د وبا د مخنيوي او کنټرول تدبيرونه نيسي او له حالاتو سره سم د وبا د مخنيوي او کنټرول تدبيرونه غوره او تنظيموي، څو د چینایانو ژوند او روغتيا ساتنه وشي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۳م  کال د پیلېدو په مناسبت په خپل پيغام کې وويل، د وبا د مخنيوي او کنټرول کارونه نوي پړاو ته ننوتلي دي، په داسې حال کې چې موږ لا هم له وبا سره مبارزه کوو، هر څوک استقامت او سخت کار کوي او موږبه ژر بریالي شو. د رئيس شي جین پينګ پيغام د چین او نړۍ لپاره ارزښتناک باور برابر کړ. د چین مرکزي اقتصادي کاري غونډه په دې وروستیو ورځو کې تر سره شوه. غونډې وړاندیز وکړ چې په ۲۰۲۳م کال کې د چین په اقتصادي چارو کې له "شپږو غوره عمومي پلانونو" سره ښه کار وکړي او د دوی په منځ کې تر ټولو مهم کار د وبا د مخنیوي او کنټرول غوره همغږي او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ دی. تمه کېږي چې په ۲۰۲۳م کال کې به د چين اقتصادي او ټولنيز نظم په چټکۍ سره په بشپړه توګه بېرته احیا شي او د چينايانو ژوند به هم عادي حالت ته راشي.

 د نړۍ لپاره، د چین د بېجينګ او شانګهای ښارونو بيا عادي کېدل ستر باور برابروي. د نړۍ کمزوری اقتصاد تر بل هر وخت زيات د دا ډول ډاډ ته اړتيا لري. د امریکا د بارونز ویکلي مجلې ویلي چې چین په نړۍ کې یوازینی لوی اقتصاد دی چې تمه کېږي په ۲۰۲۳م کال کې د GDP مثبت وده ترلاسه کړي چې دا به د نړیوال اقتصاد د سستېدو په ځنډولو کې مرسته وکړي. د امریکا د مصرف کوونکو د خبرونو او سوداګرۍ چینل (CNBC) وړاندوینه کوي چې په چین کې به د مصرف کچه لوړه شي.  "په ۲۰۲۳م کال کې د چین اقتصاد عادي پرمختګ ته راستنېدل په نړۍ کې تر ټولو لوی ډاډ دی"، " تمه کېږي چې چین د نړیوال اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو مهم ځواک شي" ... له دغو قضاوتونو څخه دا لیدل کېږي چې د نړۍ اقتصادي بڼه يوې کلیدي څنډې ته رسېدلې ده، نو د چين د اقتصاد بيا سمسورتيا او پرمختګ به د نړۍ لپاره ډېره ګټه ولري. "د چینایانو راتګ ته سترګې په لار یو"، "چین ته د تګ په هیله"، دا د عامو بهرنیو خلکو واقعي غږ دی چې د ډېرو بهرنیو رسنیو لخوا راپور شوي دي. ۲۰۲۳م کال د چين لپاره لومړی کال دی چې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس روحيه په بشپړه توګه پلي کوي او همدا کال دی چې په هراړخيزه توګه د سوسياليستي عصري هېواد د جوړولو بهیر پيلېږي. خلک په دې باور دي چې له ځواکمنتیا او هوښیارۍ ډک چین به په ۲۰۲۳م کال کې نړۍ ته لا زيات فرصتونه او هيلې راوړي.