مایکل ګاپن: امریکا ښايي په ۲۰۲۳م کال کې له سختو اقتصادي کمروزتیاوو سره مخ شي
CMG2023/01/02 11:22:27
شريکول:

د امریکا بانک لومړي اقتصادي کارپوه مایکل ګاپن د جنورۍ په لومړۍ نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې ۲۰۲۳م کال به د امریکایانو لپاره ستونزمن کال وي او وړاندوينه یې کړې، چې امریکا ښايي په روان کال کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او اقتصاد يې کمزوری شي.

نوموړي روان کال په امریکا کې د اقتصادي کمزورتیا شونتیا ډېره ښودلې او ويلي يې دي، چې د دغه هېواد حکومت د انفلانسيون د مخنیوي لپاره د سود کچه ډېره لوړه کړې، چې له امله يې په امریکې کې د وزګارتيا اندازه او د اقتصادي کمزورتیا خطرونه ډېر زیات شوي دي.

ګاپن زیاته کړې، چې له اوسنیو حالاتو سره سم، په امريکې کې د انفلاسیون سویه د کرونا وبا تر رامنځته کېدو مخکې سویې ته د ګرځېدو لپاره ښايي دوو یا دریو کالونو ته اړیتا ولري.

(هیله)