چین له نویو حالاتو سره سم د کرونا وبا ضد تدبیرونه تنظیموي
CMG2023/01/03 15:13:41
شريکول:

چین د تېر کال په پای کې د کرونا وبا ضد تدبیرونه اصلاح کړي، د اقتصاد او ټولنې نظمونه يې د چټک عادي کېدو په حال کې دي. نړیوالې ټولنې د دې هر کلی څرګند کړ او دا د نړیوال اقتصاد د احیا هڅوونکی رول يې بللی.

بلخوا، د امریکې په مشرۍ ځینو لوېديځو هېوادونو مخکې د کرونا وبا ضد د چین پر جدي تدبیرونو نیوکې کړې او له چین یې وغوښتل چې اړوند تدبیرونه نرم کړي. خو اوس دغه هېوادونه د نوي ډول ویروس د ممکن رامنځته کېدو په پلمه پر چیني مسافرو بندیزونه لګوي.

واشنګټن پوست په دې وروستیو ورځو کې د ساري ناروغۍ د څو کارپوهانو په قول وویل، د امریکې حکومت دغه پرېکړه له ساینس سره سمون نه لري او مناسبه نه ده.

شنونکي د دغو هېوادونو دغه عمل یو بل ځل سیاسي نمایش بللی او موخه يې پړه پر چین اچول او د چین مخنیوی کول دي.

ساینسي څېړنو ته په کتو اوس هر کله د دې امکان شته چې د کرونا وبا نوې بڼه رامنځته کړي، نو خپلو هېوادونو ته د چيني مسافرينو پر تګ محدوديت لګول هېڅ اغېزه نه لري.

د نړیوالې روغتیا سازمان د ساري ناروغۍ کارپوهې ماریا وان قیرخوفی په اشارې سره وویل چې اوس په ګردې نړۍ کې د اومیکرون په اړه څه باندې ۵۰۰ ډوله فرعي بڼې د خپرېدو په حال کې دي. د ډېرو هېوادونو روغتیايي کارپوهان په دې اند دي، چې پر چیني مسافرو بندیزونه لګولو ته اړتیا نه نشته، دغه شان کړنې ساینسي ام مسلکي بنسټ نه لري او د کرونا وبا ضد د مبارزې له واقعیت سره سمون نه خوري.

چین اوس د کرونا وبا ضد د مبارزې تدبیرونه تنظیم کړي، له واقعیتونو سره سمون لري، څرنګه چې د اومیکرون ویروس ډېر کمزوری شوی، د دغه ویروس له امله د ناروغانو د مړینې کچه هم ډېره ټیټه شوې. چین په تېرو درېیو کلونو کې د کرونا وبا د درملنې، د ټیسټ او د کرونا وبا ضد واکسین کولو په شمول ځینو برخو کې خپل توان ډېر لوړ کړی، نو دا چې چین اوس د نویو حالاتو له مخې د کرونا وبا ضد تدبیرونه اصلاح کړي، پر وخت او اړین دی. په ګردې نړۍ کې بېلا بېلو هېوادونو د کرونا وبا ضد تدبیرونو د تنظیمولو په پروسه کې له ستونزو څخه په تېرولو سره ځان عیار کړی، اوس چین هم په دغه پروسه کې دی. ولې ځیني هېوادونه پر چین دومره بې ځایه تورونه لګوي؟

موږ دا یادوو چې د امریکې په شمول ځینو هېوادونو په تېرو درېیو کلونو کې تل د کرونا وبا ضد د مبارزې په اړه د چین پر تدبیرونو بې ځایه نیوکې کړې او دغې مبارزې ته يې سیاسي رنګ ورکړی. چین مخکې د کرونا وبا ضد جدي تدبیرونه غوره کړي او د خپلو خلکو خوندیتوب يې ښه ساتلی. ځینو لوېديځو هېوادونو له چین څخه وغوښتل چې نرم تدبیرونه ونیسي او و ويې ويل چې که داسې نه وي، د خلکو ازادي یا بشري حقونه به شتون و نه لري. چین اوس د کرونا وبا حالت د بدلون له مخې خپل تدبیرونه تنظیم او نرم کړي، خو ځینو لوېديځو سیاستوالو او رسنیو بیا ګنګوسې خپرې کړې او پر چین پسې يې د ویروس نوي ګواښونه تړلي. د دغو سیاستوالو او رسنیو عملونه بیخي دوه ګوني معیارونه لري او ډېر ریاکارانه رویه ترې ښکاري.

چین کې د کرونا وبا ضد تدبیرونه تنظیم شوي، او په ورته وخت کې چین له ځینو ستونزو سره مخ دی. خو د کرونا وبا حالات عموماً تر کنټرول لاندې دي، د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې اقتصاد په چټکه  توګه بیا سمسور شوی، د ټولنې حیاتي ځواک يې بیا ډاډه ښکاري. چین څو ورځې مخکې د مسافرو د تګ راتګ نوي لنډمهالي تدبیرونه اعلان کړي او د ډېرو هېوادونو لخوا هرکلی شوي دي. د بېلابېلو هېوادونو سيلانيزو ادارو او سفارتونو په جلا جلا توګه په ټولنيزو رسنیو کې چیني سیلانیانو ته بلنې ورکړې، دا د نړیوالې ټولنې رښتينی غږ دی. دا چې ځینې هېوادونه بیا د کرونا وبا ضد د مبارزې په پلمه د سیاسي جګړې د راپورته کولو هڅه کوي، هرومرو به ناکام شي.