د ايران مرستيال ولسمشر د سعودي عربستان له بهرنيو چارو وزير سره کتلي
CMG2023/01/03 10:34:29
شريکول:

د ايران ملي اژانس د جنورۍ په ۲مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد مرستيال ولسمشر محمد حسيني په برازيل کې د سعودي عربستان له بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان سره ليدلي دي.

د ايران د ولسمشر مرستيال محمد حسیني او د سعودي د بهرنيو چارو وزير فیصل بن فرهان د برازيل د نوي ولسمشر لويز اناسيو لولا د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه برازيليا ته تللي دي.

محمد حسيني له فیصل بن فرحان سره په ليدنې کې ويلي، چې ايران او سعودي عربستان دې په عراق کې دوه اړخيزو خبرو اترو ته دوام ورکړي او د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو د بیا اعاده لپاره دې زمينه برابره کړي.

فیصل بن فرحان په خپلو خبرو کې ويلي، هېواد يې ليواله دی، چې له ايران سره د ستونزو د هواري په موخه خبرې وکړي او ډيپلوماتيکې اړيکې ورسره بیا اعاده کړي.