د فلسطين روغتيا وزارت د جنورۍ په ۲مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د اردن سيند د لوېديځې غاړې په جنين ښار کې دوه فلسطينيان وژلي دي.
د مالوماتو له مخې، اسرائيلي ځواکونه په همدې ورځې د جنين ښار په لوېديځ کې يوه کلي ته ننوتلي او دوو کورونو ته يې بمونه ور غورځولي دي.
ځايي وګړو له اسرائيلي ځواکونو سره نښته کړې او له سيمې د ډزو او چاودنو غږونه اوريدل شوي دي.
د فلسطين د روغتيا وزارت اعلاميه وايي، چې په يادې شخړې کې ۳ فلسطينيان ټپيان شوي هم دي او د يوه ټپي حالت يې نازک ښودلی دی.