د ایران بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په ۲مې نېټې د جنرال قاسم سلیماني د وژل کېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت يوه اعلاميه خپره کړې او د سلیماني وژنه یې د امریکا لوی جنايت او "تنظیم شوی ترهګریز عمل" بللی دی.
اعلاميه وايي، چې امريکا په عراق کې پر قاسم سليماني د ترهګرۍ په پلمه "ترهګریز برید" وکړ او نوموړی یې وواژه.
په اعلاميې کې د امريکا دغه کړنه د نړيوالو اصولو خلاف او څرګنده سرغړونه بلل شوې ده.
د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د روانې میاشتې په لومړۍ نېټې د دې هېواد له ملي تلویزیون سره په مرکې کې ويلي، چې ایران په قانوني، سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو هڅه کوي، چې د سلیماني په وژنه کې ټول لاس لرونکي کسان د قانون منګولو ته وسپاري، خو امریکا او نور لوېدیځ هیوادونه "د دې قضیې قانوني بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی".
(بلبله)