جرمني له روسيې څخه د تېلو واردول بند کړل
CMG2023/01/03 11:39:11
شريکول:

جرمني د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د دروژبا پايپ لاين له لارې له روسيې څخه د تېلو واردت بند کړي دي.

د جرمني رسنيو ويلي، چې د حکومت ياده پرېکړه به په دغه هېواد کې ډېرې فابريکې اغېزمنې کړي او د خلکو پر اقتصاد به بد سيوری وغوړوي.

دروژبا په نړۍ کې د تېلو د لېږ تر ټولو اوږد پايپ لاين دی، چې له روسيې څخه منځنۍ اروپا او ختيځې اروپا ته تېل لېږدوي او د روسيې د تېلو پايپ لاين  شرکت
(Transneft)له لوري اداره کيږي.