شي جين پينګ د برازيل نوي ولسمشر لويز اناسيو لولا دا سيلوا ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2023/01/03 10:14:45
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لويز اناسيو لولا دا سيلوا ته د برازيل د ولسمشر د ټاکل کېدو په پار د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چې د چين او برازيل پر رسمي اړيکو ۴۸ کالونه اوښتي، خپلمنځي‌ اړیکو یې ښه پرمختک موندلی او ورځ تر بلې فعالې کيږي او د پرمختيايي هېوادونو د اړيکو ښه نمونه يې جوړه کړې ده.

نوموړي ويلي، چې هغه د چين او برازيل د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له ولسمشر لولا سره په ګډه د دواړو هېوادونو خپلمنځي اړيکو ته وده ورکړي او متقابلې مرکزي ګټې یې وساتي.

نوموړي زياته کړې، چې له ولسمشر لولا سره به د دواړو هېوادونو هر اړخيزو همکاريو ته وده ورکړي، څو اړخيزه همغږي به ورسره ژوره او د دواړو هېوادونو هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې به پياوړې کړي او خلکو ته به ګټې ورسوي.