برازيل او وينزويلا د سفیرانو په کچه ډیپلوماتیکې اړیکې بیا پیل کړې
CMG2023/01/03 14:37:13
شريکول:

برازيل او وينزويلا د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټې د سفيرانو په کچه خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې بيا پيل کړې دي.

يادو دواړو هېوادونو په تېر ۲۰۲۲م کال کې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې وې.

وينزويلا د برازیل په ساو پاولو کې خپل پخوانی عمومي کونسل وادیل دغه هېواد کې د سفیر په توګه ورپېژندلی دی.

د برازیل حکومت ويلي، چې د اوس لپاره به د وينزویلا پلازمینې کاراکاس ته د سوداګرۍ ځانګړی استازی ولېږي او د سفارت د بیا پرانېستلو لپاره به چمتووالی ونیسي.

(بلبله)