روسيه: د اوکراين د راکټي بريد له امله یې ۶۳ سرتيري وژل شوي
CMG2023/01/03 10:29:15
شريکول:

د روسيې د دفاع وزارت وياند ايګور کوناشنکوف د جنورۍ په ۲مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې اوکرايني ځواکونو په دونيڅک سيمې کې پر روسي ځواکونو راکټي بريد کړی، چې له امله يې ۶۳ سرتيري وژل شوي دي.

نوموړي ويلي، چې اوکراين پر روسي ځواکونو د اېچ ايي مارس (HIMARS) په نوم ۶ راکټونه ويشتلي، خو د روسيې د هوايي دفاع سيسټم په هوا کې دوه راکټونه پوچ کړي او پاتې څلور يې د روسيې د ځواکونو په لنډمهالې اډې کې غورځيدلي دي.

نوموړي ويلي، چې د اوکراين د دغه بريد له امله ۶۳ روسي سرتيري وژل شوي دي.