د بريتانيې اينډېپينډېټ ورځپاڼې په دې وروستيو کې پر خپلې وېبپاڼې د يوې سروې پايله خپره کړې، چې له مخې يې نژدې دوه پر درېيمه بريتانويان په اروپايي ټولنې کې د بیا شاملېدو د ټولپوښتنې د ترسره کېدو غوښتنه کوي.
بريتانيا د اروپايي ټولنې غړې وه او دوه کاله مخکې ترې ووتله.
د يادې سروې ۶۵ سلنه ګډونوال پر دې نظر دي، چې د بريتانيا حکومت دې په اروپايي ټولنې کې د بیا ګډون ټولپوښتنه ترسره کړي.
اينډېپينډېټ ورځپاڼې تېر کال هم په بريتانيې کې ورته سروې ترسره کړې وه، چې هغه مهال په اروپايي ټولنې کې د بیا شاملېدو د ټولپوښتنې د پلويانو فیصدي ۵۵ سلنه وه، خو د سږنۍ سروې په ۶۵ سلنه ګډونوالو کې ۲۲ سلنه یې بیا د سمدستي ټولپوښتنې د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.
اينډېپينډېټ ورځپاڼې د تېر کال سروې ۳۲ سلنه ګډونوالو په اروپايي ټولنې کې د بیا شاملېدو ټولپوښتنې سره مخالفت کړی و، خو سږنۍ سروې کې دا انډول ۲۴ سلنې ته راښکته شوی دی.
د اينډېپينډېټ ورځپاڼې د سږنۍ سروې ۵۴ سلنه ګډونوال له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا وتل يوه ناسمه پرېکړه بولي، چې دا کچه د تېر کال سروې کې ۴۶ سلنه و.
د سږنۍ سروې ۵۶ سلنه ګډونوال په دې نظر دي، چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا وتل د دې هېواد اقتصاد ته سخت زيانونه رسولي دي، چې دغه شمېر د تېرکال سروې کې ۴۴ سلنه و.
د اينډېپينډېټ ورځپاڼې د سږنۍ سروې ۵۰ سلنه ګډونوال په دې اند دي، چې اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو له امله د لندن نړيوال اغېز کم شوی او د هېواد پولي کنټرول یې هم ټيټ شوی دی.