فیننشل ټایمز: بريتانیا به په ۲۰۲۳م کې په G7 هیوادونو کې تر ټولو سخت اقتصادي شاتګ سره مخ وي
CMG2023/01/04 11:31:52
شريکول:

د بريتانیا "فیننشل ټایمز" ورځپاڼې د جنورۍ په ۳مې نېټې خبر ورکړی، چې بريتانيا به دG7 د نورو غړو په پرتله، په ۲۰۲۳م کې تر ټولو سخت اقتصادي شاتګ تجربه کړي.

فیننشل ټایمز په يوې سروې کې د بريتانيا مشهور ۱۰۱ اقتصادپوهان پوښتلي دي او زياتره يې پر دې اند دي، چې په بريتانيا کې به د کرونا وبا او د روسيې او اوکراين د شخړې له امله رامنځته شوی انفلاسیون تر اوږدې مودې پورې دوام وکړي.

دوی باور ښودلی، چې په بريتانيې کې روان انفلانسيون به د انګلستان بانک اړ کړي، چې بانکي سود لوړ کړي او هم به یې حکومت اړ شي،  چې سختې مالي پالیسۍ پلي کړي. (ژباړه: شکريه)