چین: د کرونا وبا د کابو کولو لومړيتوب مو د خلکو روغتيا او د سختو ناروغيو مخنيوي ته ګرځولی
CMG2023/01/04 11:27:38
شريکول:

د چین د روغتيا ملي کمېټې وياند مي فونګ د جنورۍ په درېيمې نېټې د دغه هېواد د دولتي شورا د کرونا وبا د مخنيوي ګډ ميکانيزم په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې په چين کې د کرونا وبا د کابو کولو لومړيتوب يا عمده هدف د ويروس د خپرېدو له مخنيوي څخه د خلکو روغتيا ساتنې او د سختو ناروغيو مخنيوي ته ګرځېدلی دی.

د مي فنګ په وينا، د چين حکومت په کليوالو سيمو کې د کرونا وبا کابو کولو او د طبي خدمتونو تامين ته او همداراز د زړو کسانو، اومېدوارو ښځو، ماشومانو او هغو کسانو ته، چې پر مزمنو ناروغيو اخته دي، طبي خدمات برابروي او روغتيا ته يې ډېره پاملرنه کوي.