په بريتانيې کې د طبي کارکوونکو د دوامدار اعتصاب له امله د عامې روغتیا سیسټم له سختو ستونزو سره مخ شوی
CMG2023/01/04 10:23:14
شريکول:

په بريتانيې کې ډېروطبي  کارکوونکو له يوې مودې راهيسې د کار نه کولو اعتصاب پېل کړی، چې له امله يې د دغه هېواد د طبي کارکوونکو شمېر ډېر کم او په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر ډېر زيات شوی او د دغه هېواد د عامې روغتیا سیسټم له سترو ستونزو سره مخ شوی دی.

د بریتانیې د ملي روغتیا ټولنې اجرايیوي رئیس ماسیو تایله رسنيو ته ويلي، چې په دغه هېواد کې روانه جنوري ډېر ستونزمن وخت دی او د نرسانو او د انبولانسونو د چلوونکو اعتصاب پر ناروغانو ډېره سخته منفي اغېزه کړې ده. د نوموړي په وينا، که په بريتانیې کې دغه حالت دوام ومومي، نو په دغه هېواد کې به ډېر زیات خطرونه راپورته شي.

د بريتانيې د ډکټرانو ټولنې د شورا رئیس فیربنفیرډ رسنيو ته ويلي، چې په دغه هېواد کې اوسنی وخت د ناروغانو او طبي کارکوونکو لپاره ډېر ستونزمن دی او که دوام ومومي، نو لرې نه ده، چې په ټول هېواد کې به یوه مدني بېړنۍ پېښه راپورته شي.

 (هیله)