د اوکراین د هوايي ځواکونو ویاند یوري ایګنت د جنورۍ په ۳مې نېټې په یوه ټلویزیوني خپرونه کې ویلي، چې د هېواد هوايي ځواکونو يې د تېر کال د سپتمبر له ۱۱مې نېټې راهیسې د روسیې نږدې ۵۰۰ ځانمرګي ډرونونه غورځولي دي او په ورته وخت کې يې د اوکراین د هوايي ځواکونو د زيانمنېدو خبر هم ورکړی دی.
نوموړي ویلي، چې اوکراین د نوي کال د پېل په درشل کې د روسیې ۸۴ ډرونونه غورځولي او ستر بریالیتوب يې تر لاسه کړی دی، خو په ورته وخت کې د اوکراین د هوايي دفاع د ګولیو زېرمه هم ډېره کمه شوې او زياته کړې يې ده، چې هېواد یې نورو زیاتو پوځي تجهیزاتو ته اړتیا لري.
(هیله)