د جنورۍ ۳مه نېټه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لپاره د روان ۲۰۲۳م کال لومړۍ کاري ورځ وه او په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تالار د دروازې پر وړاندې د اکوادر، جاپان، مارتا، موزامبیک او سویس ملي بیرغونه ودرول شول.
يادو ۵ هېوادونو د جنورۍ په ۳مې نېټې د امنیت شورا د نویو غیر دایمي غړیو په توګه دندې پېل کړې.
په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان دایمي استازي د یادو ۵ هېوادونو د ملي بیرغونو د ځای پر ځای کولو د مراسمو مشري وکړه او په خپلو خبرو کې يې هيله وښوده، چې دغه ۵ هېوادونه د ګردې نړۍ د سولې او خوندیتوب د هڅونې لپاره رغنده رول ولوبوي.
په يادو مراسمو کې د اکوادر، جاپان، مارتا، موزامبیک او سویس استازو هم په جلا جلا توګه لنډې خبرې وکړې او د خپلو هېوادونو ملي بیرغونه يې په ټاکلو ځایونو کې کېښودل.
(هیله)