چین به د کرونا وبا ضد تدبیرونو اصلاحاتو ته دوام ورکړي
CMG2023/01/04 10:17:50
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جنورۍ په ۳مې نېټې په یوې خبري ناستې کې وویل، چې هېواد به یې د کرونا وبا د حالاتو د بدلون له مخې، د اړوندو تدبیرونو اصلاحاتو ته دوام ورکړي او له بهرنيو هېوادونو سره به د همکاريو او نظر تبادلې لپاره ښه زمینه برابره کړي.

چین په دې وروستیو کې د کرونا وبا ضد تدبیرونه نرم کړي او د خلکو د تګ راتګ لپاره يې نوي لنډمهالي تدبیرونه اعلان کړي دي. ډېرو هېوادونو د چين د کرونا وبا ضد د نويو تدبیرونو هرکلی کړی، خو ځينو بيا پر چیني مسافرو ځانګړي تدبيرونه نيولي دي. مېرمن ماو نینګ په دې اړه وویل، چې پر چیني مسافرو د ځینو هېوادونو ځانګړي تدبيرونه علمي بنسټ نه لري او چين د کرونا وبا ضد د مبارزې په پلمه له سیاسي موخه لرونکو عملونو سره کلک مخالفت کوي او پر وړاندې به یې ځوابي ګامونه پورته کوي.

(هیله)