د امريکا ۱۱۸م کانګرېس د جنورۍ په ۳مې نېټې پرانيستل شو، خو د امريکې د استازو جرګې استازي په همدې ورځ ونه توانيدل، چې د جرګې مشر انتخاب کړي.
دا په تېرې یوې پیړۍ کې لومړی ځل دی، چې د امریکې د استازو جرګې غړي د مشرتابه په ټاکنو کې پاتې راغلي دي.
کارپوهان په دې اند دي، چې د امريکې استازو جرګه په سیاسي کړکېچ کې ښکېله شوې او د کانګرېس د نوې دورې غړي نه دي توانيدلي، چې د استازو جرګې مشر وټاکي.
ټاکل شوې، چې د امریکا د استازو جرګې غړي د مشرتابه د ټاکلو په پار د روانې مياشتې په څلورمې نېټې بیا رايه اچونه وکړي.