د برازيل نوي ولسمشر لولا دا سيلوا په دې وروستيو کې پر خپلې ټويټرپاڼې د چين او برازيل د اړيکو په اړه خبرې کړې دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په ۳مې نېټې په يوې خبري ناستې کې باور ښودلی، چې د چين او برازيل هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د برازيل ولسمشر لولا دا سيلوا تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې نوي پرمختګونه او لاسته راوړنې ولري.
لولا دا سيلوا د جنورۍ په لومړۍ نېټې د برازيل د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او د چين دولت رئيس شي جين پينګ ورته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
(ژباړه: شکريه)