د اسرائيل د ملي امنیت نوی وزیر ايتاما بن ګوير د جنورۍ په ۳مې نېټې د پولیسو په بدرګه د بیت المقدس حرم شريف ته تللی دی.
د فلسطین په ګډون د سیمې ډېرو هېوادونو حرم شریف ته د ګوير تګ غندلی دی.
ګوير په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، چې حرم شریف ته له تګ وړاندې يې د اسرائيل له پوليسو او ملي امنيت ادارې سره مالومات شريک کړي وو او د حالاتو پوره ارزونه يې کړې وه.
نوموړي ويلي، چې د اسرائيل دواړو ادارو حرم شریف ته د ده له تګ سره موافقه کړې وه او ټينګار يې کړی، چې د اسرائيل نوی حکومت به د حماس ګواښ ته سر ښکته نه کړي.
د فلسطين خبري اژانس د ډسمبر په ۳مې نېټې د دغه هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند په قول خبر ورکړی، چې د اسرائيلي چارواکو له لوري داسې پارونکې کړنې به د دواړو خواوو ترمنځ حالات نور هم کړکېچن کړي او اسرائیل یې باید پړه پرغاړه واخلي.
د اردن، متحده عربي امارات، سعودي عربستان او مصر په ګډون د سیمې هېوادونو د بیت المقدس حرم شریف ته د ګوير تګ غندلی دی.
(ژباړه: شکريه)