سي اېم جي د جنورۍ په درېيمې نېټې د چين د ۲۰۲۳م کرنيز کال د رارسېدو په وياړ د ماښامنۍ هنري نندارې دوهم تمرين ترسره کړ.
د چين دولتي رسنۍ سي اېم جي له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې د دغه هېواد د هر نوي کرنيز کال يا پسرلني جشن له پيل څخه يوه ورځ مخکې ماښامنۍ هنري ننداره ترسره کوي او پر خپلو تلويزيوني چينلونو، ویبسايټونو او د خوله رسنيو پر پاڼو يې خپروي او له دې لارې دغه اختر لمانځي او د هېواد د ښېرازۍ او د خلکو د نيکمرغۍ هيلې څرګندوي.
د دغې هنري نندارې کتل له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې د چينايانو دود ګرځېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، د سي اېم جي د سږنۍ هنري نندارې د سټېج د ډيزاين لپاره د ګلابو بڼې ډېرې کارول شوې دي.
ګلاب د چينايانو په کلتور کې د سمسورتيا او خوشحالۍ استازيتوب کوي او د چيني ملت د حياتي ځواک او پياوړي استقامت سمبول ګڼل کېږي.
دغه هنري ننداره د بهرنۍ نړۍ لپاره د چيني کلتور د مالوماتو کړکۍ هم بلل کېږي.