د ارام سمندر سيمې هېوادونه د جاپان د ناوړه پرېکړې له امله د جبران حق لري
CMG2023/01/04 14:45:35
شريکول:

د وانواتو مشهور سياستوال موتاريلاوا شيردا ليني په دې وروستيو کې ويلي، چې  که د جاپان د اټومي برېښناکوټ ککړې اوبه خوندي وي، نو بايد په توکيو کې یې خوشيشي، په پاريس کې دې ازموينه تر سره شي ، په واشنګټن کې دې دغه اوبه زېرمه شي او زموږ په ارام سمندر کې دې له اټومي ککړتيا څخه ډډه وشي. د نوموړي ادعا د ارام سمندر سيمې د خلکو غږ څرګندوي.

د جاپان حکومت د ۲۰۲۱م کال په اپرېل کې پلان خپور کړ، چې د ۲۰۲۳م کال له پسرلي څخه به سمندر ته د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ ککړې اوبه خوشې کړي. د يادې نېټې د رارسېدو په درشل کې د جاپان له دغې پرېکړې سره د نړيوالې ټولنې د مخالفت څپه پورته شوې. په ارام سمندر سيمه کې د جاپان د ټاکلي پلان پر ضد د خلکو سخت احتجاج روان دی. څېړونکو دې ته په اشارې سره ويلي، چې که جاپان د خپل پلان له مخې ارام سمندر ته دغه ککړې اوبه خوشې کړي، نو د دې سيمې هېوادونه به له دغه هېواد څخه د تاوان اخيستلو حق خپل کړي.

جاپان د خپلو کارونو او لګښتونو د سپما لپاره سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو پرېکړه کړې او له امله به يې نړۍ ته اتومي ککړتيا اړوي. د جاپان دغه کړنه ډېره غير مسئولانه او ځان غوښتونکې ده.

د جنوبي ارام سمندر هېوادونه د اټومي ککړتيا له امله ډېر ځپل شوي دي. امريکا له ۱۹۴۶م کال څخه تر ۱۹۵۸م کال پورې په مارشال کې په ۶۷ ځله د اټومي وسلو ازموينې تر سره کړې او له امله يې ځايي وګړي تر اوسه پورې د تشعشع مسوميت، د سمندري حيواناتو د ککړتيا او اټومي ککړو توکو په شمول له زيانونو سره مخ دي.

د جاپان د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ کې ډېره سخته اټومي پېښه وه او له امله يې ګڼ شمېر اټومي ککړې اوبه رامنځته شوې، چې تر اوسه پورې د زېرمه شويو اټومي ککړو اوبو اندازه تر يو ميليون او ۳۰۰ زرو ټنو ته اوښتې ده. که څه هم د جاپان سياستوالو ويلي، چې اټومي ککړې اوبه به د ALPS سيستم د تصفيې بهیر له لارې خوندي شي او د څښاک وړ به وي، خو حقيقت يې داسې نه دی.

د اټومي انرژۍ د معلوماتو دفتر په نوم د جاپان يوه سازمان په دې وروستيو کې يوه ليکنه خپره کړه. په دغه ليکنه کې ليکل شوي، چې اټومي ککړې اوبه له تصفیوي پروسس وروسته لا هم ۶۴ ډوله راډيو اکټيف مواد لري، که ککړې اوبه سمندر ته خوشې شي، نو راډيو اکټيف مواد به يې د سمندري پيدايښت له لارې د وګړو پر روغتيا او پر ايکولوژۍ او چاپېريال منفي اغېزې وکړي.

که د يو ميليون او ۳۰۰ زرو ټنو  په انداز اټومي ککړې اوبه د فوکوشيما له اټومي برېښناکوټ څخه سمندر ته خوشې شي، د سمندر په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د خلکو روغتيا ته به خطر پېښ شي او هم سمندري ايکولوژي به له نه اټکل کېدونکو ننګونو سره مخ شي. د چاپېريال ساتنې يوه سازمان ويلي، چې دغه کړنه د ارام سمندر سيمې پر ټاپوګانو او خلکو د اټومي جګړې له پيل سره برابره ده.

له خوندي طريقې، د معلوماتو د هراړخیزې خپرېدا او له ګاونډيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره د پوره سلامشورو پرته، جاپان سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو يواړخيزه پرېکړه کړې. بېلابېل هېوادونه حق لري، چې د جاپان د دغې ناوړې کړنې پر وړاندې د قوانينو له لارې خپل حقونه وساتي.

جاپان د ملګرو ملتونو د سمندري تړون، د اټومي پېښو د پر وخت راپور کولو اعلاميې او د اټومي امنيت تړون په شمول د څو نړيوالو تړونونو لاسليک کوونکی هېواد دی، خو له دغو تړونونو څخه يې ښکاره سرغړونه کړې. د ملګرو ملتونو په سمندري قانون کې ټاکل شوي، چې بېلابېل هېوادونه د سمندري چاپېريال د ساتنې مسئوليت لري او د نړيوالو قوانينو له مخې دې خپلې دندې پلې کړي او زيانونه او خطرونه نورو خواوو ته نه انتقالوي. جاپان بايد د خپلې ناوړې کړنې له امله بيه ورکړي.

سمندر د انسانانو ګډه شتمني او کور دی او سمندر ته د ککړو اوبو خوشي کول د جاپان کورنۍ چارې نه دي. جاپان په تاريخ کې ګاونډيو هېوادونو ته سخت ناورينونه رسولي او اوس غواړي يو ځل بيا داسې یو څه وکړي؟