بېجينګ: اړوند هېوادونه دې کرونا وبا ته سیاسي رنګ نه ورکوي
CMG2023/01/05 12:42:07
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جنورۍ په ۴مې نېټې په يوې نوبتي خبري ناستې کې د کرونا د وقايې او کنټرول په اړه د چين پر پاليسۍ د امريکايي چارواکو څرګندونې رد کړې.

ماو نينګ هيله وښوده، چې اړوند هېوادونه د کرونا وبا پر وړاندې مبارزې ته پاملرنه واړوي او دغې وبا ته دې سیاسي رنګ نه ورکوي.

نوموړې وويل، چې چين تل له نړيوالې ټولنې سره د کرونا وبا په اړه اړين معلومات شريک کړي دي.

د ماو نينګ په وينا، چين په تېرو درېيو کلونو کې له روغتيا نړيوال سارمان سره څه دپاسه ٦٠ تخنيکي تبادلې کړي او د کرونا د وقايې او کنټرول "نوي لس اصول" له خپرېدو وروسته يې ياد سازمان ته دوه ځلې مالومات ورکړي دي.

ماو نينګ زياته کړه، چې د چين حکومت د چينايانو د ژوند او روغتيا د ساتنې، د کرونا پر وړاندې د نړيوالې مبارزې د پرمخبيولو او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره مسئولانه اقدامات غوره کړي، تر وسې پورې يې کوښښونه کړي او مهم او مثبت خدمتونه يې کړي دي. (ژباړه: شکريه)