د چين د دولت رئيس او د فيليپين ولسمشر سره ملاقات وکړل
CMG2023/01/05 09:17:49
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د جنورۍ په ۴ مه نېټه په بېجينګ کې د فيليپين له ولسمشر رموالډيز مارکوس سره ملاقات وکړل.

دا د فيليپين د ولسمشر په توګه د مارکوس له ټاکل کېدو وروسته چين ته د نوموړي لومړی سفر دی او د روان کال لومړی بهرنی مشر دی چې چين ته په رسمي سفر راغلی دی.

شي جين پينګ مارکوس ته وويل، چين تل د ګاونډيو هېوادونو په اړه خپلې ډيپلوماسۍ کې فيليپين ته لومړيتوب ورکوي او ورسره اړیکو ته پاملرنه کوي. که څه هم د دواړو هېوادونو وضعيت او نظام يو له بل سره فرق لري، خو د پرمختګ موخې او لارې يې يو له بل سره ورته والی لري او خپلمنځي همکاريو لپاره ډېر امکانات لري.

شي جين پينګ وويل، چين به د فيليپين د کرنې او کليو له پرمختګ سره مرسته وکړي او له فيليپين څخه به زيات کرنيز محصولات وارد کړي. نوموړي وويل، چين غواړي له فيليپين سره کلتوري تبادله او د بنسټيزې او مسلکي ښوونې په برخو کې ګډې همکارۍ پراخې کړي، د هوا پېژندنې او فضايي چارو په برخو کې همکارۍ پيل کړي او د واکسينونو د جوړولو په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکړي.

شي جين پینګ زياته کړه، چې هېواد يې د کرونا وبا د کابو کولو د اقداماتو د تظيمولو په هڅه کې دی، څو د وبا د کابو کولو ترڅنګ اقتصاد او ټولنې ته قوی پرمختګ ورکړي، نوموړي باور وښود چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ به ژر له کرونا وبا مخکې حالت په څېر ښه شي.

مارکوس وويل، چين ته د ده دا سفر، د اسيان له هېوادونو پرته نورو هېوادونو ته د ده لومړی رسمي سفر دی او هيله من دی چې د روان سفر له لارې نړۍ ته دا څرګنده کړي چې له چين سره يې اړیکې ډېرې ښې او ډېرې مهمې دي.

نوموړي هيله وښوده چې له شي جين پينګ سره به نږدې تماس وساتي، په بېلابېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي، د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو نوې پاڼه واړوي، په لاښه توګه د دواړو هېوادونو پر وړاندې ګډې ننګونې او ستونزې هوارې کړي، څو خلکو ته زياتې ګټې ورسوي او د نړيوال اقتصاد د مهم انجن په توګه د سيمې د ګرځولو لپاره نوي خدمتونه وکړي.

مارکوس وویل، هېواد يې غواړي له چين سره د کرنې، زېربناوو، انرژۍ، کلتور، سوداګرۍ، پانګونې، علم او تکنالوژۍ، ډيجټلي اقتصاد په ګډون په بېلابېلو برخو کې ګډې همکارۍ ژورې کړي.

نوموړي زياته کړه، هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر لرليد پوره باور لري.

له دغو ملاقاتو وروسته د دواړو مشرانو په شتون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د يو کمربند او يوې لارې، کرنې، زېربناوو، اقتصاد، ګمرکاتو، برېښنايي سوداګرۍ او سېلانۍ په ګډون د بېلابېلو برخو د همکاريو سندونه لاسليک شوي دي.

د معلوماتو له مخې، چین ته د مارکوس د روان سفر پر مهال به دواړه هېوادونه يوه ګډه اعلاميه هم خپره کړي.