د مکسیکو ولسمشر اندریس مانویل لوپېز اوبرادور د جنورۍ په درېيمې نېټې په يوې خبرې ناستې کې ويلي، چې هغه به د شمالي امریکا د مشرانو په راتلونکې سرمشریزې کې د متحده ایالاتو پر حکومت غږ وکړي، چې خپله۲۰۰ کلنه "مونرو نظریه" او د مداخلې پالیسي پای ته ورسوي.
لوپېز اوبرادور ويلي، حکومت يې هيله لري، چې د امريکا لویې وچې ټول هېوادونه د يووالي او اقتصادي پيوستون د پياوړتيا، د سيمې د هېوادونو د ګډ پرمختګ او د پرمختګ د نابرابرۍ او د کډوالۍ مسئلو د حل لپاره کوښښونهوکړي.
نوموړي زياته کړې، چې واشنګټن باید د "مونرو نظریه"، د مداخلې سیاست او پر نورو هېوادونو د بنديزونو لګولو پاليسي پای ته ورسوي او په سيمې کې باید کوم هیواد د تسلط هڅې ونه کړي او د ټولو ملتونو خودمختارۍ او خود ارادیت حق ته باید درناوی وشي
لوپېز به د روانې میاشتې په نهمې نېټې د مکسیکو په پلازمېنې مکسیکو ښار کې د شمالي امریکا د مشرانو د غونډې په څنډې کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وويني او په يو لړ مسئلو به ورسره خبرې وکړي.
جوبايډن د امريکا د ولسمشر په توګه لومړی ځل دی، چې له مکسيکو څخه به لیدنه وکړي.