فرانسه اوکراين ته ټانکونه ورکوي
CMG2023/01/05 12:49:43
شريکول:

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د جنورۍ په ۴مې نېټې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره يو ساعته ټلیفوني خبرې کړې دي.

مکرون خپل اوکرايني سیال ته په ټلیفوني خبرو کې ويلي، چې فرانسه به له اوکراين سره زياتې پوځي مرستې وکړي او دغه هېواد ته به سپک ټانکونه ورکړي.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ له یادو ټلیفوني خبرو وروسته ویلي، دا لومړی ځل دی، چې فرانسه د اوکراین پوځ ته د لوېدیځو هیوادونو ډیزاین شوي ټانکونه ورکوي