امریکا د ویروس د خپرېدو په برخه کې پر نورو د بې ځایه نیوکې حق نه لري
CMG2023/01/05 15:19:14
شريکول:

واشنګټن د دې اعلان وکړ چې د روانې جنورۍ له ۵مې نېټې څخه به د چیني مسافرو پر وړاندې د محدوديت ځانګړي تدبیرونه ونیسي، پلمه يې دا ده چې د چینایانو په منځ کې ښايي د کرونا نوی ډول ویروس رامنځته شي. خو په حقیقت کې اوس په چین کې پیدا شوي BA.5 فرعي ډول ویروس څو میاشتې مخکې په امریکې کې پراخ خپور شوی و. په دې وروستیو کې د چین په شانګهای او هانګ جو ښارونو کې نوی پیدا شوی XBB.1.5 ډول ویروس، په اوسنۍ موده کې په امریکا کې خپور شوی عمده ویروس دی.

له دې څخه ښکاري، چین د کرونا وبا زیانمن شوی هېواد دی، خو امریکې حقیقتونه او علمي بنسټ تر شا پرېښي او پر چین يې بې ځایه تورونه لګولي، موخه يې پړه پر چین اچول دي.

د ګردې نړۍ د انفلونزا څار د مالوماتو مرکز (GISAID) شمېرې ښيي، چې اوس په لږ تر لږه ۷۴ هېوادونو او سیمو کې د XBB.1.5 فرعي ډول ویروس پیدا شوی. د امریکې په ۴۳ ایالتونو کې دغه ډول ویروس پیدا شوی. ځینو امریکايي کارپوهانو په اشارې ویلي، چې د XBB.1.5 پر ویروس لومړی اخته شوی ناروغ  د تېر کال په اکتوبر کې په نیویارک او کانیديګ ایالت کې پیدا شوی.

کله چې XBB.1.5 ډول ویروس په امریکا کې پیدا شوی، چین کې لا هم د کرونا وبا ضد جدي تدبیرونه نیول کېدل. چین د تېر کال د نومبر په ۱۱مه نېټه د کرونا وبا ضد نرم شوي شل تدبیرونه اعلان کړي، بیا وروسته يې د ډسمبر په ۷مه نېټه نوي لس تدبیرونه اعلان کړي. اوس په چین کې د BA.5 او XBB.1.5 ډوله ویروس د پیدا کېدو وخت د امریکې او نورو ډېرو هېوادونو په پرتله ډېر ناوخت دی. اوس په چین کې پیدا شوی ویروس مخکې د نړۍ په ډېرو سیمو کې خپور شوی وو.

د کرونا ویروس په ګردې نړۍ کې خپور شوی او د دوامدار بدل په حال کې دی، په هر یو هېواد کې د نوي ډول ویروس د رامنځته کېدو شونتیا شته. نو د چیني مسافرو پر وړاندې د ځینو هېوادونو ځانګړي تدبیرونه علمي بنسټ او ضرورت نه لري. اوس د نړۍ ډېرو هېوادونو د مسافرو پر تګ راتګ بندیزونه لغوه کړي، خو امریکا د ویروس د خپرېدو سخت حالت لرونکی هېواد په توګه په ځانګړي توګه پر چیني مسافرو بندیزونه لګوي، دا کړنه يې د سیاسي موخې لپاره ده.

چین په تېرو درېیو کلونو کې د خلکو ژوند او خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړی او په چین کې پر کرونا وبا د اخته کېدو کسانو شمېر او د ناروغانو د مړینې انډول په ګردې نړۍ کې ټيټه سویه ساتلې، او د کرونا وبا ضد د نړیوالې مبارزې او د نړیوال اقتصاد د بیااحیا لپاره يې ډېر مهم خدمتونه تر سره کړي دي. امریکې د کرونا وبا ضد مبارزې لپاره هېڅ اغېزمن تدبیر نه دی نیولی، تل دغې مبارزې ته يې سیاسي رنګ ورکړی او پر نورو يې پړه اچولې. په نتیجه کې امریکا نه یوازې د کرونا وبا ضد تر ټولو ناکام هېواد ګرځېدلی، بلکې په ګردې نړۍ کې د کرونا ویروس د پراخ خپرېدو لامل دی.

په تېرو درېیو کلونو کې تجربې دا تاييد کړې چې سیاسي عملونه د کرونا وبا ضد د مبارزې لپاره هېڅ ګټور رول نه لري، نړيواله ټولنه باید د یووالي او همکارۍ له لارې ستونزې لرې کړي.

اوس چین د کرونا وبا ضد د تدبیرونو د تنظیمولو په عین وخت کې د اقتصاد او ټولنې پرمختګ د عادي کولو لپاره کوښښونه کوي. د کرونا وبا د خپرېدو حالت ګام په ګام ثابت شوی او اقتصاد يې د چټک عادي کېدو په حال کې دی. امریکا د ویروس د خپرېدو په برخه کې پر نورو د بې ځایه نیوکې حق نه لري.