پنګ لي یوان او ليزا مارکوس د چین له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه
CMG2023/01/05 11:38:45
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان او د فلیپین د ولسمشر میرمن ليزا مارکوس د جنورۍ د څلورمې نېټې په ماسپښين د چين له ملي موزيم څخه ليدنه کړې ده.

 پينګ لي يوان او ليزا مارکوس د چين له ملي موزيم څخه د لېدنې په ترڅ کې د نظريو تبادله کړې او د چين او فليپين د پخوانیو مشرانو د تګ راتګ تاریخ ته يې کتنه کړې ده.

دواړو مېرمنو د چين او فليپين د دوستانه اړیکو په پرمختګ خوښي څرګنده کړې ده. 

پنګ لي يوان په خپلو خبرو کې هيله ښودلې، چې د چين او فليپين وګړي عنعنوي دوستي پرمخ بوځي او د دواړو هېوادونو اړيکې نوې مرحلې ته ورسوي.

مېرمن ليزا مارکوس په خپلو خبرو کې د چين د ملي موزيم ښکلي او لرغوني اثار ستايلي او هيله يې ښودلې، چې هغه د چين د تاريخ او کلتور په اړه ډېر مالومات راټول کړي.

نوموړې ويلي، چې د فليپين او چين خلک بايد د ورېښمو لارې روحيه خپره او متقابل باور او دوستي دې پياوړې کړي.