د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د جاپان د فوکوشيما د اټومي ککړو اوبو د تصفيې په اړه د تخنيکي ډلې درېيم راپور خپور کړی او د نړيوالې ټولنې اندېښنې پکې معقولې بلل شوې دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جنورۍ په ۴مې نېټې خبري رسنيو ته وويل، چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ دغه راپور يو ځل بیا دا په ډاګه کوي، چې نړيواله ټولنه د فوکوشيما د اټومي ککړو اوبو د مالوماتو د کره والي، د پاکو وسايلو د اغېزمنتيا او د چاپيريال د اغېزو د ناڅرګندتيا په اړه جدي اندېښنې لري.
ماو نينګ پر دې ټينګار وکړ، چې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو ايستل د جاپان شخصي موضوع نه ده، بلکې دا چاره يې د سیمې ټول هېوادونه اغېزمن کولی شي.
نوموړې د خبري رسنيو له لارې د جاپان له حکومت وغوښتل، چې د نړيوالې ټولنې معقولو غوښتنو ته پاملرنه وکړي، له ګاونډيو هېوادونو، د ارام سمندر له ټاپو هېوادونو، نورو شريکانو او اړوندو نړيوالو سازمانونو سره بشپړې سلا مشورې وکړي، په امنيتي او شفافه توګه د اټومي ککړو اوبو مسئله حل کړي او د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ څارنه ومني. (ژباړه: شکريه)