عراق: په ۲۰۲۲م کال کې مو د اومو تېلو عواید ١١٥ ميليارډو ډالرو ته رسيدلي
CMG2023/01/05 12:48:14
شريکول:

د عراق د تېلو وزير حيان عبدالغني د جنورۍ په درېيمې نېټې ويلي، چې په ٢٠۲٢م کال کې يې د هېواد د اومو يا خامو تېلو صادرات څه باندې ۱۱۵ میلیارډو ډالرو ته رسيدلي وو.

نوموړي په یوې اعلامیې کې ویلي، چې عراق په تېر کال کې نورو هېوادونو ته ۱.۲ ميلیارډ بیلره اومه تېل صادر کړي او ورځنی صادراتي حجم  يې ۳ میلیون او۳۲۰ زره بیلره ښودلی دی.

عراق د اوپيک يعنې د تېلو د صادروونکو هېوادونو سازمان دویم لوی تېل تولیدوونکی هېواد دی او د اومو تېلو تولید يې د هېواد ۹۰ سلنه عواید جوړوي.