رسیپ (RCEP) يعنې د سیمه ایز هراړخیز اقتصادي مشارکت تړون د جنورۍ په ۲مې نېټې په اندونيزيا کې نافذ شوی دی.
د چين سوداګرۍ وزارت وايي، چې هېواد به یې له اندونیزیا سره د رسيپ د مالياتو نرخ پلی کړي او د دواړو هېوادونو خلک به ترې ګټې واخلي.
د مالوماتو له مخې، رسيپ تړون ۱۵ هېوادونو لاسليک کړی، چې په دې جملې کې ۱۴ يې په سوداګريزو چارو کې نافذ کړی دی.
اندونيزيا به د رسيپ له مخې، د چين پر ۶۵.۱٪ محصولاتو ګمرکي تعرفه معاف کړي او چين به هم د اندونيزيا پر ۶۷.۹٪ محصولاتو صفر تعرفه ولګوي. (ژباړه: شکريه)