د چین د اورګاډو ملي ګروپ خبر ورکړی، چې په ۲۰۲۲م کال کې په چين کې د اورګاډیو له لارې ۳،۹ ميليارډه ټنه مالونه لېږدول شوي، چې دغه شمېر د ۲۰۲۱م کال د ورته شمېر په پرتله ۴،۷ سلنه زياتوالی ښيي.
ياد ګروپ ويلي، چې په ۲۰۲۲م کال کې د چين او اروپا ترمنځ ۱۶ زرو بار وړونکو اورګاډیو تګ راتګ کړی او ۱،۶ ميليونه کانټینرونه يې لېږدولي، چې د باروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر او د لېږدول شويو کانټينرونو شمېر په جلا جلا توګه د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۹ او ۱۰ سلنه زياتوالی ښيي.
د چين پر لوېدیځې ځمکنۍ او سمندري ټرانسپورټي لارې په اورګاډيو کې ۷۵۶ زره کانټینرونه لېږدول شوي، چې دا شمېر بیا د ۲۰۲۱م کال د ورته شمېر په پرتله ۱۸،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د چین د اورګاډو ملي ګروپ وايي، چې د چين او لاوس د اورګاډي پټلۍ د پرانيستلو په لومړي کال کې شاوخوا ۸،۵ميليونو مسافرو پرې تګ راتګ کړی او ۱۱،۲ ميليونه ټنه مالونه پرې لېږدول شوي، چې ارزښت يې له ۱۳ ميليارډويوانو څخه زيات دی.