پوتين :روسي ځواکونه به د ختيځ ارتسدوکس چورچ د کريسمس په لومړۍ ورځ اوربند وکړي
CMG2023/01/06 11:24:33
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جنورۍ په ۵مې نېټې د دغه هېواد د ملي دفاع وزير سېرګی شويګو ته حکم کړی، چې روسي ځواکونه د روانې مياشتې د ۶مې نېټې له ۱۲ بجو څخه د ۷مې نېټې د  شپې تر۱۲

 بجو پورې له اوکراين سره د جنګ په لومړۍ کرښې کې اوربند وکړي.

کرېملين ماڼۍ پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې ولسمشر پوتين د اوربند پرېکړه د روسیې د ختيځ ارتسودوکسچورچ (Eastern Orthodox Church) د مشر د وړانديز له مخې کړې ده.

نوموړي له اوکراين هم غوښتي، چې د ختيځ ارتسودوکس چورچ د کريسمس اختر پرمهال اوربند وکړي، څو پوځيان مذهبي فعاليتونه ترسره کړي.

د هر کال د جنورۍ ۷مه نېټه د ختيځ ارتسودوکس چورچ له کريسمس سره برابره ده.

د اوکراين د ولسمشرۍ دفتر سلاکار ميخايلو پودولياک د جنورۍ په ۵مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو ويلي، هېواد به یې يوازې په هغه صورت کې لنډمهالی اوربند وکړي، چې روسي ځواکونه له اوکراين څخه ووځي.