د چين د دولت رئيس شي جين پينک د جنورۍ په شپږمې نېټې په بېجينګ کې د ترکمنستان له ولسمشر سردار بيردي محمدوف سره ليدلي او په یو لړ مسئلو ورسره غږيدلی دی.
دواړو مشرانو اعلان کړی، چې د چين او ترکمنستان اړيکې يې د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريو اړيکو کچې ته لوړې کړې دي.