په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د جنورۍ په پنځمې نېټې د امنيت شورا د فلسطين مسئلې په بېړنۍ غونډه کې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د لا پسې تاوتريخوالي د مخنيوي غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د اسرائيل حکومتي چارواکي په دې وروستيو کې د بیت المقدس د اقصا جومات انګړ ته ننوتلي او دغې چارې يې د فلسطينايانو سخته غوسه راپارولې او د اوسني تاوتريخوالي سبب ګرځېدلې ده.
جانګ جون اندېښنه ښودلې او د فلسطين او اسرائیل ترمنځ د تاوتريخوالي د مخنيوي غوښتنه يې کړې ده.
جانګ جون زياته کړې، چې د هر لوري یو اړخيزې کړنې د مذهبي سپیڅلو ځایونو د وضعیت حساسیت منعکس کوي او باید ډډه ترې وشي.
د اسرائيلي چارواکو د کړنو له امله اوسمهال په بيت المقدس کې وضعيت ډېر نازک او کړکېچن شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د چين استازي جانګ جون په مذهبي سپيڅلو ځايونو کې د سولې او ارامۍ د ټينګښت او ساتلو غوښتنه کړې او پر اړوندو خواوو يې غږ کړی، چې د کړکېچ د مخنيوي لپاره صبر او زغم وساتي.
اسرائيل باید د هر ډول هڅونې او پارونې مخه ونیسي او له داسې یو اړخیزعمل څخه باید ډډه وکړي، چې د وضعیت د خرابیدو لامل ګرځي. (ژباړه: شکريه)