په چین کې سیلانيزې چارې په چټکۍ سره د بېرته اعاده کېدو په حال کې دي
CMG2023/01/06 13:58:28
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال په وروستيو ورځو او د ۲۰۲۳م کال په لومړیو کې داسې خبرونه ډېر خپاره شول چې چین کې زیات کسان له اومیکرون ویروسه ډېر زیات کسان روغ شوي او د های نان ولایت سان یا ښکلي ښار ته د چکر لپاره تللي دي.

د چین حکومت په تېر ډسمبر میاشت کې د کرونا ویروس ضد تدبیرونه نرم کړل او د چین خلک خوښ دي چې له درې کاله ځنډ وروسته يې بېلا بېلو سیمو ته د چکر او تفریح لپاره وخت پیدا کړ. سان یان ښار په ژمي کې ډېرې ښکلې منظرې جوړوي، نو ډېر سیلانیان هلته ورشي او خپل وخت په خوښۍ او خوشالۍ سره تېر کړي.

د سان یا د سوړ ځنګل په نوم هوټل یوه کارکوونکي ویلي، د تېر کال د ډسمبر په ۲۶مه نېټه د دوی د هوټل د مشتریانو د استوګنې انډول ۵۸سلنه و، بیا وروسته د ډسمبر په ۳۰مه نېټه، دغه انډول ۹۰ سلنې ته زیات شوی. په دغه ښار کې په ډېرو شخصي هوټلونو کې دغه انډول له ۹۵ سلنې زیات و.

پر سان یان سربیره، د سه چوان ولایت د غه مې غره، او د ان هوې ولایت د هوانګ شان غره په شمول منظره لرونکې سیمې د جنورۍ د لومړۍ نېټې رخصتۍ په موده کې د سیلانیانو شمېر لوړې سویې ته رسېدلی. د ان هوې ولایت د هوانګ شان غرې سیمې د جنورۍ په لومړۍ نېټې ۱۰ زره ۸۷۳ تنه سیلانیان منلي او دغه شمېر د تېر کال د همدې ورځې په پرتله ۵۸ سلنه زیات شوی.

په چین کې د سیلانیز بازار چټک بېرته عادي کېدل د کرونا وبا ضد تدبیرونو د نرمېدو نتیجه ده او دا د دې ښکارندويي کوي چې د اقتصاد ښه کېدو په اړه هم باورونه او اټکلونه زیات شوي دي.

چینایان د راتلونکې په اړه پوره باور لري، نو غواړي له ژونده خوند واخلي او په دې برخه کې پیسې ولګوي.

سان یان ښار کې د سیلانیانو شمېر په ډېر زیاتېدو سره دلته د معاملو اندازه هم  ډېره چټکه لوړه شوې. د سان یان ښار د ګمرکي ادارې شمېرې ښيي، د تېر ډسمبر له ۲۵مې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې، له دغه ښار څخه له ماليې پرته د پلورل شويو توکو ارزښت ۵۹۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی دی.

په عصري زمانه کې سیلاني د خلکو په ژوند کې یوه مهمه برخه ده. که څه هم سیلانیزې چارې د کرونا وبا په منفي اغېزو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوې، خو سیلانيزو چارو ته د خلکو غوښتنې نه دې کمزورې شوې. ښکلي او نیکمرغه ژوند ته د خلکو هیله، په چټکۍ سره د سیلانیزو چارو د عادي کېدو مهم سبب دی، او په دې پروسه کې به اقتصاد هم ډېر وهڅول شي.

د چین دننه سیلانیزې چارې د چټک عادي کېدو په حال کې دي، بهرنیو هېوادونو ته به هم د چینايانو سفرونه بېرته پيل شي. چین څو ورځې مخکې د خلکو د تګ راتګ د اسانتيا لپاره نوي لنډمهالي تدبیرونه اعلان کړي او د روانې جنورۍ له ۸مې نېټې څخه به يې پلي کړي. د دغو نويو تدبيرونو په اعلانېدو سره سفرونو ته د چینایانو سپارښتنې ډېرې شوې دي.

د فرانسې، ټایلنډ، مالیزیا او هالنډ په شمول ګڼ شمېر هېوادونو چیني سیلانیانو ته يې بلنې ورکړې. دوی د چیني سیلانیانو لخوا هلته د مصرف له امله ممکنو اقتصادي ګټو ته سترګې په لار دي.

خو د امریکې په شمول ځینو هېوادونو چې مخکې له چین څخه د کرونا ویروس ضد پالیسۍ د نرمولو غوښتنه کوله، اوس د چیني سیلانیانو پر وړاندې ځانګړی تدبیرونه غوره کړي. د دوی کړنې هېڅ علمي بنسټ نه لري او دا اقدامات يې یوازې د چین د مخنیوي په موخه دي.