چين: له نړيوالې ټولنې مو پر وخت د کورنا وبا مالومات شريک کړي
CMG2023/01/06 12:22:10
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جنورۍ په ۵مې نېټې رسنیو ته ویلې، چې هېواد یې د کورنا وبا د خپرېدو په درشل کې هر وخت له نړیوالې ټولنې سره کره مالومات او شمېرې شريکې کړې دي.

نوموړې ويلي، چې چين د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره د کرونا وبا د خپرېدو په لومړيو وختو کې د ویرس د ډي اېن اې (DNA) جوړښت شریک کړی او له ډېرو هیوادونو سره یې د واکسینونو او درملو د څېړنې په برخه کې مرستې کړې دي.

ماو نينګ د خبريالانو د پوښتنو په ځوابونو کې ويلي، چې چين له روغتيا نړيوال سازمان سره اوږدمهالې همکارۍ کړي او د روغتيا نړيوال سازمان له مقر، د لوېديځ ارام سمندر سيمې او په چين کې له نماينده ګۍ سره يې نږدې اړيکې ټينګې کړې دي.

د يوې غير بشپړې احصائيې له مخې، چين او روغتيا نړيوال سازمان د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د يادې وبا د مخنیوي او کنټرول، درملنې، د واکسین څېړنې او د ويروس سرچینې د موندلو په برخو کې لږ تر لږه ۶۰ ځلې تخنیکي تبادلې کړې دي.

د چين روغتيايي ادارو په دې وروستیو کې د انفلونزا نړیوال ډیټابیس (GISAID) له لارې روغتيا نړيوال سازمان سره د کورنا وبا د ډي اېن اې(DNA)جوړښت شریک کړی دی.

ماو نينګ زياته کړې، روغتيا نړيوال سازمان په وار وار ويلي، چې له چيني پلاويو سره یې ښې تخنيکي تبادلې کړي او مثبتې پايلې يې تر لاسه کړې دي.

 د چين اړوند مالوماتو او شمېرو د بېلا بېلو هېوادونو له پوهانو سره مرسته کړې چې په دغه هېواد کې د وبا د خپرېدونکو بڼو د بدلونونو په اړه مالومات ترلاسه کړي او پر چين د نړيوالو علمي کاپوهانو باور يې پياوړی کړی دی.