اردوغان: ترکيه د روسيې او اوکراين ترمنځ د اوږدمهاله اوربند لپاره منځګړيتوب کوي
CMG2023/01/06 11:25:43
شريکول:

د ترکيې ولسمشر رجيب طیب اردوغان د جنورۍ په ۵مې نېټې د روسيې او اوکراين له ولسمشرانو سره غږيدلی او څرګنده يې کړه، ترکيه چمتو ده چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د اوږد مهال اوربند لپاره منځګړيتوب وکړي.

د ترکيې ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې اعلاميې له مخې، اردوغان د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زلينسکي سره په ټليفوني خبرو کې ويلي، چې ترکيه به د روسيې او اوکراين ترمنځ د اوږدمهاله اوربند لپاره منځګړيتوب وکړي او د زاپورژيا اټومي برېښناکوټ د مسئلې د حل لپاره به ډيپلوماتيک کوښښونه جاري وساتي.

اردوغان په همدې ورځ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره هم خبرې کړي او ويلي يې دي، چې د روسيې او اوکراین ترمنځ‌ سوله او مذاکرات بايد د يو اړخيز اوربند او د مساوي حل په ملاتړ تر سره شي.

نوموړي زیاته کړې، چې ترکيه به خپل بنسټيز تاسيسات بشپړ کړي او د طبيعي ګازو د ليږد مرکز جوړ کړي او هيله يې ښودلې، چې د ياد پلان نقشه ژر بشپړ او مشخص اقدامات به ونيول شي.