د چین د دولتي شورا د ملي سرمايو د څار په ادارې کې د کمونېست ګوند کميټې منشي جانګ يو جوه د جنورۍ په پنځمې نېټې د مرکزي دولتي تصديو د مشرانو په غونډې کې ويلي، چې دولتي تصديو په ۲۰۲۲م کال کې خپلې توليدي چارې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول پالیسۍ په رڼا کې ترسره کړي او با ثباته پرمختګ يې کړی دی.
د نوموړي په وينا، ښايي د چين د دولتي تصديو د ۲۰۲۲م کال عوايد ۳۹۴۰۰ ميليارډو يوانو او ټوله ګټه يې ۲۵۵۰ ميليارډو يوانو ته ورسيږي، چې د ۲۰۲۱م کال په پرتله به په جلا جلا توګه ۸،۳ او ۵،۵ سلنه زياتوالی ولري.