لي که چيانګ له خپل پاکستاني سیال شهباز شریف سره تليفوني خبرې کړي
CMG2023/01/06 11:24:47
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د جنورۍ د پنځمې نېټې په ماسپښين د پاکستان له لومړي وزير محمد شهباز شریف سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

دواړو سیالانو د خبرو په پېل کې يو بل ته د نوي کال مبارکي ويلې ده.

لي که چيانګ په خپلو خبرو کې ویلي، چې چين غواړي له پاکستان سره د لوړې کچې تبادلې پياوړې کړي او په مهمو برخو کې ورسره عملي همکارۍ ژورې او د دواړو هېوادونو د اړيکو د لا زيات پرمختګ لپاره هڅې وکړي. 

نوموړي ويلي، چې چين د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې تل د پاکستان ملاتړ کړی او اوس غواړي، د سيمه ييزې سولې، ثبات او پرمختګ د ساتلو لپاره له دغه هېواد سره ګډ کار وکړي.

لي که چيانګ هيله ښودلې، چې د پاکستان حکومت به په دغه هېواد کې د مېشتو چينایانو او چیني سازمانونو ټينګامنيت وساتي.

 شهباز شريف په خپلو خبرو کې له سېلابونو سره د مبارزې په برخه کې د چین پراخ ملاتړ ستایلی او د پاکستان سيلاب ځپلو سره د چين له مرستو يې مننه کړې ده.

 نوموړي ويلي، چې پاکستان د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري، د چين د اساسي ګټو په ټولو مسئلو کې له دغه هيواد څخه ټينګ ملاتړ کوي او غواړي، چې په بېلا بېلو برخو کې ورسره همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هيوادونو اړيکې لوړې کچې ته ورسوي.