د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماو نينګ د جنورۍ په پنځمې نېټې په يوې مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې په چين کې د کوويډ- ۱۹ ويروس هغه بڼې چې تر ټولو زيات خلک پرې اخته شوي، کوم نوي بدلونونه پکې نه دي راغلي.
روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ په ۴ مې نېټې خبر ورکړی، چې په چين کې د کوويډ-۱۹ ويروس د خپرو شوو بڼو جين سيکوينس (gene sequence) د هغو بڼو له جين سيکوينس سره یو شان دي، چې نورو هېوادونو ته د تلوونکو چيني سېلانيانو په بدنونو کې پيدا شوي او کوم خاص بدلونونه پکې نه دي پيدا شي.
ماو نينګ وويل، چې چين د ويروس د بدلون وضعيت څاري او که کوم بدلونونه پکې ولیدل شي، نو اړوند مالومات به په وخت خپاره کړي او له نړيوالې ټولنې سره به په ګډه د وبا د ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي.