د چین او فلیپين ترمنځ همکارۍ روښانه راتلونکی لري
CMG2023/01/06 11:47:46
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د جنورۍ په ۴مې نېټې د فلیپين له ولسمشر رموالډيز مارکوس سره ليدلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

چين ته د مارکوس دغه سفر د فيليپين د ولسمشر په توګه لومړی سفر دی او په روان ۲۰۲۳م کال کې لومړی بهرنی مشر دی، چې چين ته په رسمي سفر تللی دی.

د چين او فیليپين مشرانو د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ارزښت ټينګار کړی او موافقه يې کړې، چې خپلمنځي ستراتيژیک تماسونه به روان وساتي.

 دواړه مشران د جنوبي سمندرګۍ مسئلې د مناسب حل په اړه هم موافقې ته رسیدلي دي.

د چین او فلیپين د اقتصاد او سوداګرۍ همکارۍ په وروستیو کالونو کې د ښه پرمختګ په حال کې دي.

 چین د فلیپين لومړی لوی همکار، د وارداتو لومړۍ لویه سرچېنه او د صادراتو دوهم لوی بازار دی او دواړو هېوادونو د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز په چوکاټ کې نږدې ۴۰ همکاریزې پروژې پیل کړې دي.

 ولسمشر مارکوس د فلیپين د لوی سوداګریز پلاوي په ملګرتيا چین ته تللی او کارپوهان د نوموړي دغه سفر ګټور بولي او وايي د نوموړي دغه سفر د دې ښکارندويي کوي، چې فلیپين له چین سره همکاريو ته جدي پاملرنه کوي.

رئیس شي جين پينګ د چین او فلیپين ترمنځ د همکاريو د ژورتیا پلان ټاکلی او ويلي يې دي، چې چين به د فيليپين د کرنې او کليو له پرمختګ سره مرسته وکړي او له فيليپين څخه به زيات باکیفیته کرنيز محصولات وارد کړي.

د جنوبي سمندر مسئله د چین او فلیپين لپاره دېره مهمه ده.

 ځينو لوېديځو هېوادونو په دې وروستیو کالونو کې د جنوبي سمندرګۍ مسئلې څخه ناوړه ګټه پورته کړې او د چین او اړوندو هېوادونو ترمنځ يې اختلافات راپورته کړي دي، خو چین او فلیپين دغه مسئله کنټرول کړې او د خپلمنځي اړیکو عمومي حالاتو ته يې زیانونه نه دي رسولي.  

چين وايي، چې له فيليپين سره به په دوستانه توګه د سمندر مسئلې د ښه چلند همغږۍ ته دوام ورکړي او کړکیچ نه لرونکې سیمې کې به د نفتو او طبیعي ګازو استخراج وهڅوي.

فلیپين هم له چین سره د نفتو او طبيعي ګازو د استخراج په اړه د خبرو اترو د بيا پیل نیت څرګندی کړی او ترې ښکاري، چې چین او فلیپين د جنوبي سمندرګۍ مسئلې د ښه چلند په برخه کې توان او يو پر بل باور لري.