چين سږ کال د کلتوري اثارو څلورمې عمومي پلټنې ته چمتوالی نیسي
CMG2023/01/06 11:35:36
شريکول:

د چين د کلتوري ميراثونو ملي ادارې د جنورۍ په ۵مې نېټې يوه غونډه ترسره کړې او پکې ويل شوي، چې یاده اداره په ۲۰۲۳م کال کې د ملي کلتوري اثارو څلورمه عمومي پلټنه ترسره کوي او د دې لپاره يې چمتوالی نيولی دی.

د چين د کلتوري ميراثونو ملي اداره پلان لري، چې له راتلونکو ۳ تر ۴ کالونو پورې په هېواد کې د غیر منقولو کلتوري اثارو شمېر، ویش، ځانګړتیاوې، وضعیت او د چاپېریال شرایط معلوم کړي.

د کلتوري میراثونو د ملي ادارې په وینا، د ملي کلتوري اثارو ۳مه عمومي پلټنه په ۲۰۰۷م کال کې پېل او پنځه کاله يې دوام وکړ، چې نږدې ۷۷۰ زره غیر منقولي کلتوري اثار يې ثبت کړل او په دې جملې کې ۵۳۶ زره نوي کشف شوي کلتوري اثار شامل وو. (ژباړه: شکريه)