د ۲۰۲۲م کال په لومړيو ۱۱ مياشتو کې د چين د خدماتي چارو د وارداتو او صادراتو ارزښت د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۱۵،۶ سلنه زياتوالی ښيي
CMG2023/01/07 13:05:20
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په ۶مه نېټه خبر ورکړ، چې د ۲۰۲۲ م کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۵۴۰۴ ميليارډه او ۶۱۰ ميليونه يوانه ؤ، چې دغه رقم د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۱۵ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د تېر کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې د دغه هېواد د خدماتي چارو وارداتي ارزښت ۲۵۸۳ ميليارډه او ۵۰۰ ميليونه يوانه او صادراتي ارزښت يې ۲۸۲۱ ميليارډه او ۱۱۰ ميليونه يوانه ؤ، چې په جلا جلا توګه د وړم کال په  پرتله ۱۵ اعشاريه ۵ سلنه او ۱۵ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي. په همدې موده کې د چين د خدماتي سوداګرۍ منفي توازن ۲۳۷ ميليارډه او ۶۲۰ ميليونه يوانه  ؤ.