د چين د بهرنيو چارو وزارت: بېلا بېل هېوادونه بايد د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په اړه علمي او مناسب تدبيرونه غوره کړي
CMG2023/01/07 13:10:33
شريکول:

اروپايي ټولنې په دې وروستيو کې له خپلو غړو هېوادونو غوښتنه کړې ،چې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په پار د چين پر سيلانيانو د محدوديت تدبيرونه  ولګوي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جنورۍ په ۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په برخه کې علمي او مناسب تدبيرونه غوره کړي، د هېوادونو د خلکو پر تګ راتګ او  راکړو ورکړو دې منفي اغېزو ته لارې نه هواروي، له تبعيض لرونکو عملونو څخه دې ډډه وکړي او اړوندو چارو ته دې سياسي رنګ ورنه کړي. 

ماو نينګ وويل، چې چين د علمي ارزونې پر بنسټ د کرونا وبا د وقايې او کنټرول تدبيرونه اصلاح کړي او په چين کې د کرونا وبا د مخنيوي وضعيت اټکل کېدوونکی او د کنټرول وړ دی. د اروپايي ټولنې زياتو غړو هېوادونو په دې وروستيو کې د چين سيلانيانو  ته راغلاست  ویلی او ويلي يې دي، چې د چين پر مسافرينو به محدوديت وانه اچوي. د اروپا د ناروغیو د کنټرول مرکز په شمول مسلکي ارګانونو له دې نه مخکې ويلي، چې د چين پر سيلانيانو محدوديت غیر  مناسب دی. اروپايي ټولنه بايد دغه عقلي غږونه واوري او د چين د کرونا وبا د کنټرول وضعيت په اړه دې عيني او عادلانه رويه غوره کړي.