امريکا د کرونا وبا پر چين د بې بنسټه تورونو د لګولو وسله بللې
CMG2023/01/07 18:36:11
شريکول:

چين په تېره يوه میاشت کې د کرونا وبا د وضعيت له مخې د دغې وبا د وقايې او کنترول تدبيرونه اصلاح کړي. ځينې غږونه، چې پر چين يې بې ځايه او بې بنسټه تورونه لګولي، يو ځل بيا رامنځته شوي او زياتره يې له امريکا څخه راغلي دي.

د کرونا وبا د خپرېدو په مختلفو پړاوونو کې د دغې وبا په اړه د امريکا کړنې او خبرونه ښکاروي، چې دغه هېواد د کرونا وبا پر نورو هېوادونو د بريدونو وسله کارولې.

د کرونا وبا په وسيله پر نورو د بې بنسټه تورونو د لګولو په برخه کې د امريکا لومړی چال د کرونا وبا د وقايې او کنټرول لپاره د چين کوښښونه بدنامول، دوهم چال يې د کرونا وبا د سرچينې مسئلې ته د سياسي رنګ ورکول او درېيم چال يې د چين د اقتصاد ضد تبليغات دي.

د امريکايي سیاستوالو په سترګه د کرونا وبا د روغتيا عامه پېښه نه ده، بلکې د بېلا بېلو چارو د لاسوهنې وسله يې بللې. د دغو امريکايي سياستوالو کړنه د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.