د فليپين ولسمشر: د فليپين او چين ترمنځ د اړيکو پر راتلونکي پوره باور لرم
CMG2023/01/07 13:21:50
شريکول:

 

د فليپين ولسمشر فيرديناند روموالډيز مارکوس په دې وروستيو کې له چين څخه رسمي ليدنه وکړه. نوموړي څو ورځې مخکې په بېجينګ کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره ځانګړې مرکه  وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د راتلونکي په اړه يې پوره باور  وښود.

 

فيرديناند روموالډيز مارکوس له خبريال سره په مرکه کې  وویل، چې د چين، فليپين او نورو هېوادونو ترمنځ همکاريزې اړيکې به د کرونا وبا د پای ته رسېدو وروسته په نړيوال ثبات کې ګټور رول ولوبوي. نوموړي خپل سفر د فليپين او چين ترمنځ د اړيکو د لا پياوړتيا فرصت بللی او  ویې ویل، چې که څه هم فليپين او چين د جنوبي سمندرګي په مسئله کې ستونزه او توپير لري، خو دواړه هېوادونه لا هم ښه ملګري دي. د ښو ملګرو ترمنځ د توپيرونو شتون عادي  خبره ده او ښه ملګري د دوستانه او عادلانه سلامشورو له لارې مسئلې حل کولی او د ګډو ګټو لارې چارې پيدا کولی شي.

 

مارکوس  وویل، چې دواړو خواوو د حکومتونو او شخصي تصديو ترمنځ تګ راتګ او د دولتي او شخصي همکاريزو پروژو، ښوونې او کلتور تبادلې ساتلي او دغه تګ راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا ټينګښت لپاره ګټور دی. نوموړي د دواړو هېوادونو د اړيکو د راتلونکي پرمختګ په اړه پوره باور  وښود.